ایکنانیوز د راپور په اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود او ولی فقیه حضرت آیت الله سید علی خامنه اي په همداوروستیو کې د یوې استفتاء په ځواب کې د غزې د مظلومو خلکوته د مومنانو د خمس د یوې برخې دورکولو اجازت صادر کړی دی.
KHAMENEI.IR رسانئ د مطرح شوي پوښتنه او د معظم له د ځواب متن خپور کړی دی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.
پوښتنه؛ آیا اجازت راکوئ چې د خمس یوه برخه دغزې مظلومو خلکو ته بیله شي؟
ځواب؛
مومنان اجازت لري ، د امام علیه السلام دمبارک سمه نیمه برخه (د خمس په څلورو کې یوه برخه) د غزې د مظلومو خلکو سره د مرستې لپاره ورکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4304234